په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بنګله دیش د ټوکر صنعت ۵۶ میلیون ډالره تاوان کړی

د بنګله دېش ټوکر صنعتکارانو او صادراتو ټولنه وايي، د ټوکر صنعت يې په دغه هېواد کې د سياسي ناراميو له امله د روان کال له پيله ۵۶ ميليون ډالره تاوان کړی دی.

د دغه سياسي تاوتريخوالي له امله څه د پاسه څلوېښت کسان وژل شوي دي.

بنګله دېش د نړۍ يو تر ټولو غټ ټوکر صادروونکی هېواد دی، او د دغه کاروبار مشران يې د روان حالت په اړه اندېښمن دي.