په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوکراین جګړه کې ښکېلې غاړې پر اوربند سلا شوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي په منسک کې د اوکرایین د کړکېچ پر سر خبرو په ترڅ کې یوې موافقې ته رسېدلي دي او د فبرورۍ په ۱۵ مه به اوربند پېلېږي.

پر دې هم تړون شوی دی چې له اوکرایینه به درنې وسلې وباسي.

ولسمشر پوتين وويل دا يې ښه شپه نه، خو يو ښه سهار و.

دا اعلان له هغه وروسته کېږي چې بېګا ټوله شپه د فرانسې او جرمني په منځګړتوب د روسیې او اوکرایین تر منځ اوږدې خبرې روانې وې.

خو ولسي وګړي د تاوتريخوالي له تازه زياتوالي سره لا هم هماغسې کړېږي.