په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"بوکو حرام سره د مبارزې لپاره باید تعلیم پرمختګ وکړي"

د نایجیریا اورپکې ډلې، بوکو حرام پرون په لومړي ځل پر چد برید وکړ.

د دې ډلې د نوم مانا: (لوېدیځ تعلیم حرام دی) ده.

دوی پخوا زده کوونکي تښتولي او وژلي دي. ډېری ښوونځي یې هم تړلي.

خو دغلته مذهبي مشران د دې ډلې له نظر سره مخالف دي او وايي تعلیم د انسان حق دی. یو کس، محمد سنوسي چې د کانو امیر دی بي بي سي سره په دې اړه غږېدلی دی.