په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بنګله دېش سره تر لوبې وړاندې وروستی چمتووالی

افغان كرېکېټ لوبډلې په تېره څه د پاسه يوه لسيزه کې خورا ګړندی پرمختګ کړی دی.

له بېلابېلو پړاونو په تېرېدو یې ځان د نړيوالو سياليو جوګه کړی، شل اوريزو نړيوالو اتلوليو کې يې لوبه کړې، او دا دی لومړی ځل په پنځوس اوريزو نړيوالو اتلوليو کې بخت ازمويي.

اېمل پسرلی چې اسټراليا ته ورغلی، د دوی پر لوبيز مزله او وړتياوو راپور لري.