په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: د کرېکټ په نړیوال ډکر کې د افغانانو تاریخي ونډه

د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ په نړیوال جام کې افغانستان د چهارشنبه په ورځ خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره وکړه.

سره له دې چې افغانستان لوبه وبایلله خو د افغان ډلې ملاتړي، لا هیله لري چې افغان لوبډله به راتلونکو لوبو کې بریا ترلاسه کړي.

شنونکي په دې اند دي چې په نړیوالو لوبو کې د بنګله دیش نژدې ۱۶ کلنې تجربې ته په کتو سره، افغان لوبډلې ډېره ښه او له هڅو ډکه لوبه وکړه.

ستاسې غږ په دې خپرونه کې پردې خبرې وشوې چې په نړیوال جام کې د افغانستان لوبه څنګه وه او په نړیوال ډګر کې د افغان لوبغاړو په لیدو سره، لومړنۍ جمله چې ستاسې پر ژبه راځي، څه ده؟

میلمه: پخوانی روزونکی کبیر خان

وړاندې کوونکی سپین تڼی