په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د واورې ښوېدا پنجشېر کې ګڼ کسان وژلي

د افغانستان د پنجشير په سيمه کې د واورو د ښوېدا له امله په لسگونو کسان مړه شوي دي.

ويل کېږي تر واورو لاندې د ايسارو کسانو د ژغورنې چارې روانې دي.

دغلته د سالنگ لويه لار هم د واورو د ورښت له امله تړلې ده.

د لارې د پرانیستو او له مرکزي اسيا پلازمېنې کابل ته د برېښنا د غځېدلو مزو د جوړېدا هڅې پيل شوي دي.

زموږ همکار محمود کوچى سالنگ ته ورغلى دى.