په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

" پاکستان باید فُرصت له لاسه ورنکړي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په امریکې کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي که پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره ریښتنې همکاري ونه کړي نو یو فرصت به له لاسه ورکړي.

حسين حقاني وايي چې پاکستان باید له ټولو سخت دریځو ډلو سره مبارزه وکړي او په پاکستان کې د افغان طالبانو مشران له صحنې ګوښه کړي.

ښاغلی حقاني وايي د هند او افغانستان پر اړیکو د پاکستان نیوکه بې ځایه ده او باید له هند سره هم پاکستان ښې اړیکې وپالي. د بي بي سي اردو تلویزون شفیع نقي جامي له ښاغلي حقاني سره مرکې کې لومړى پوښتلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنۍ اړیکې چې د تودیدو په حال کې دي څنګه ارزوي؟