په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان مېرمنو حالت ښه شوی خو کمې یې دولتي دندې لري

په افغانستان کې نوې مشرتابه د چارواکۍ له پيله د دې ډېر ټټر واهه چې حکومت کې به ښځو ته ښه او پوره ونډه ورکوي، خو اوس یې په چارو کې ګډون کمرنګه بلل شوی، او ډېرې مېرمنې پرې خوشاله نه دي.

د افغان ښځو چارو وزارت هم له ښځو سره د پوره برخې ژمنو د نه پوره کېدا خبره منلې، خو لکه عبدالله نظامي چې له کابله په خپل رپوټ کې وايي په ټولیز ډول په تېرو لسو کلونو کې دپام وړ بدلون هم راغلی دى.