په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرېکټ ۲۰۱۵: د نړیوالو اتلولیو ځانګړې خپرونې پنځمه برخه

د کرېکټ ۲۰۱۵ کال د نړیوالو اتلوليو په پلمه د بي بي سي پښتو تلويزيون د اوونیزې خپرونې پنځمه برخه.

په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان لوبډله څنګه وځلېده، پاکستان منځلوبو ته لار موندلی شي او په منځلوبو کې نورې لوبډلې څومره چانس لري، د بحث موضوعات دي.

د خپرونې مېلمانه راسره اېمل پسرلی او په انگلستان کې د لوبڅارۍ په روزنه بوخت نظر کټوازى دي.

د خپرونې پروډیوسر حمید قیومي او وړاندې کوونکی بسم الله مومند دی.