په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا کې د بېکارۍ انډول تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلی

امریکا کې تېره فبرورۍ دندې لا زیاتې شوې خو د معاشونو لوړوالي وده په کې لا ورو وه.

د دغه هېواد د کار څښتنانو د ګومارنې چاره ګړندې کړې چې په کې د بېکارۍ انډول په تېرو اوو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلی دی.

یوازینۍ ستونزه د اټکل پر خلاف د معاشونو د ودې ورو والی و چې د کال دوه سلنه دی.

ډېر بیا لوړېدونکو معاشونو ته په امریکا کې د اوږدمهاله پاتې کېدونکې اقتصادي رغېدا یوې کلۍ په توګه ګوري.

خو بیا هم د ودې یو څه داسې نښې شته چې په راوتو دي.