په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په هرات کې د معتادينو د درملنې نوې لاره

په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې هغه چا ملا تړلې چې خپله ۲۲کاله معتاد و.

ده د هرات له ښاره په یوه وتلې سیمه کې د سلګونو معتادینو لپاره د درملنې ځانګړی کمپ جوړ کړی. دی د درملنې لپاره هېڅ ډول دارو نه کاروي.

په دې مرکز کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې د څرنګوالې په اړه محمد قاضي زاده دا رپوټ را لېږلی دی.