په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عراقي ځواکونو د تکریت ښار کلا بند کړی

عراق کې ایتلافي ځواکونو له اسلامي دولت نومې ډلې د تکریت د بېرته نیولو هڅه پیل کړې ده.

بي بي سي ته ويل شوي چې تېره اوونۍ عراقي حکومت د څار الوتنو غوښتنه کړې وه.

عراقي ځواکونه چې ایران یې ملاتړ کوي، تر اوسه نه دي توانېدلي د دې ښار مرکز پر لور وړاندې لاړ شي ځکه د اسلامي دولت توندلاري مقاومت کوي.

دا رپوټ د جګړې له لومړۍ کرښې دی.