په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لوېدلې جرمن الوتکې د قربانیانو یاد

ولسمشرانو اوباما او غني له اسپانيا او جرمني سره د سپرلۍ وړونکې الوتکې د لوېدا له امله خواخوږي وکړه.

نن د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کزنیوف وايي، د هغې جرمن الوتکې چې پرون د الپ په غرونو کې نسکوره شوه، د معلوماتو ثبتونکی ماشین بیخي ویجاړ شوی دی.

اسپانیا بیا د همدې پېښې له امله درې ورځنى ویر اعلان کړی دی.

په پېښه کې څوک ژوندي نه دې پاتې شوي.