په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان پانګوال ولې په خپل هېواد کې پیسو لګولو ته زړه نه ښه کوي؟

افغان ولسمشر د واشنگټن مرستو ته تر هغو سترگې په لار دى چې په کور دننه اقتصاد په پښو درېږي.

کابل کې یوه بانک بي بي سي ته ويلي، يوه لسيزه وخت لا شته چې پانگوال په دې هېواد کې پانگونې ته زړه ښه کړي.

د بي بي سي د شتمنې نړۍ د لړۍ په ترڅ کې زموږ همکاره ثنا ساپۍ په افغان شتمنو ګرځېدلې او موندلې یې ده چې ځينې سوداگر پانگونې ته اوس هم چمتو دي.