په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عبدالله: واشنګټن ته د افغان پلاوي سفر بریالی و

واشنگټن ته د افغان ولسمشر او پلاوي سفر د افغانستان د اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله په وينا بريالى و.

له بي بي سي سره په ځانگړو خبرو کې ښاغلي عبدالله وويل، کابل د مالي مرستو ډاډ يو ځل بيا ترلاسه کړ.

ښاغلي عبدالله د سولې په خبرو کې هم ډاډ وښود چې د ولس په خوښه به وي.

له دوى وپوښتل شول چې د سولې په خبرو کې اوس خپله دى تر پخوا څه توپير ويني چې ورته خوښ دى؟