په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سعودي یمن کې پر حوثي یاغیانو بیا بمبارۍ وکړې

د یمن د بهرنیو چارو وزیر وايي د حوثي یاغیانو پر ضد دې د سعودي هوايي بریدونه ژر تر ژره بند شي.

بېګا شپه سعودي بیا پر حوثیانو چې ګومان کېږي ایران یې ملاتړ کوي یو لړ هوايي بریدونه وکړل.

پلازمېنه صنعا او په سوېل کې د زورورو چاودونو رپوټونه هم را رسېدلي دي.