په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایران سره د اټومي پروګرام پر سر د جوړجاړي هڅې

د نړۍ د شپږو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر خبرو لپاره د سبا د ضرب اجل له پوره کېدو وړاندې خبرې کوي.

هیله شته چې دا خبرې به اقلآ وکولی شي د اتومي تړون لپاره یوه لومړنۍ نقشه جوړه کړي.

که تړون وشو نو په دې مانا به وي چې ایران به د اتومي سون توکو په توليد کې له محدوديتونو سره مخامخ وي.