په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په لندن کې د وژل شوې فرخندې په یاد غونډه

د افغانستان په خوست کې ښځو او مدني فعالانو د پېغلي فرخندې د وژنې د غندلو په ترڅ کې غوښتنه کړې چې له تعویذ لیکونکو څخه دې ازموینه واخيستل شي.

فرخنده دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د قران شريف د سوځولو په نا ثابت شوي تور لارويانو ووژله.

له هغه راهيسې په افغانستان کې دننه او د نړۍ په لرو بر کې افغانانو احتجاجونه وکړل او غوښتنه يې وکړه چې مجرمين بايد محاکمه شي.

په لندن کې هم افغانانو غونډه درلوده چې زموږ همکار اسماعيل مياخېل هم ورغلی و.