په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سعودي د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې خپله دفاع پیاوړې کړې

سعودي له هغو څو هېوادونو دی چې په څو جګړو کې ښکېل دی. وروستۍ جګړه یې په یمن ګې د حوثي شیعه یاغیانو پر وړاندې ده چې د وسلو زېرمې یې وربمبار کړې دي.

له امریکا سره هم په هغه ایتلاف کې لګیا دی چې په سوریه او عراق کې د هغې ډلې پر وړاندې جنګېږي چې ځان اسلامي دولت بولي.

وېره دا ده چې په سعودي کې توندلاري مذهبي مشران هغه سخت دریځ لري چې دا روانه اسلام پالې توندلاري یې زېږولې خو دا هېواد خپله هم د بریدونو قرباني دی.