په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په هرات کې د ګلونو مرکز چې د نړۍ له لروبره ګلان ورته راوړل شوي

د افغانستان په هرات کې د ګلانو د تولید او روزلو بهیر چټک شوی.

چارواکي وایي اوس څه باندی سل ډوله ګلان په هرات کې روزل کیږي چې ځینې یې له اروپا راوړل شوي.

د چاپيریال ساتنې او د شنې فضا د پراختیا لپاره گامونه د دولت له خوا ترسره شوي خو په دې ډګر کې د خلکو ونډه د پام وړ نه ښکاري.

زموږ همکار محمد قاضي زاده د هرات د ګلانو نندارې ته ورغلى دی.