په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ناګورنو کرباخ کې د جګړې ویجاړونکې اغېزې

په داسې حال کې چې د اوکرايين ختيځ کې اوربند لا ټينګ دی، د دې جنګ ځپلې سيمې حالت لا ناڅرګند دی.

دا چې د داسې جمهوريتونو دننه چې ځانونه خپلواک بولي، خو لا د نورې نړۍ له خوا په رسميت نه وي پېژندل شوي، ژوند څنګه تېرېږي، د ناګورنو کرباخ سيمي حالت ته کتنه کوو.

ارمنيا او ازربايجان څه د پاسه دوه لسيزې، د دغې سيمې پر سر په شخړه کې ښکېل وو، چې په نړيواله کچه د ازربايجان برخه بلل کېږي.