په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اتومي بټۍ تر ټولو ناوړه چاودنه

په اوکرايين کې چرنوبېل د نړۍ تر ټولو ويجاړونکې اټومي چاودنه وه، اوس يې د پوښولو لپاره یو نوی لوی پناه ځای جوړېږي.

د دې ودانۍ پر جوړولو به يو نيم ميليارډ ډالره لګښت راځي او موخه یې د راډیو اکتیف وړانګو کابو کول دي. پخوانۍ بټۍ به هم په خوندي ډول وېجاړه شي.

د ۱۹۸۶ کال اپرېل کې يوې ناوريني چاودنې ۳۱ کسان ووژل، او ریډیو اکتیفه وړانګې يې په ټوله اروپا کې خورې شوې.