په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په کیوبا کې د دينې عقیدو د ښکاره کولو ستونزه

په کيوبا کې د څو لسيزو لپاره دا خورا سخته وه، چې څوک دي په ښکاره ډول ديني عقيده ولري، ځکه چې دا هېواد په رسمي ډول بې دينه دی.

اوس بيا لا ډېر خلک کاتوليک مسيحي مراسم ادا کوي، او ان د دغه هېواد د مسلمانانو وړوکې ټولنه په پراخېدو ده.

په يو داسې هېواد کې چې شراب او حرام خواړه په کې هره خوا وي او هم د کوم جومات درک په کې نه وي، د اسلامي بڼې ژوند اسانه کار نه دی.