په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نړۍ مشهور هنروال بانکسي له هنري کارونو سره د غزې غمیزه روښانه کوي

کله چې د ګرافيټي پټ هنروال بانکسي هنري کارونه، څو اوونۍ وړاندې په غزه کې په راښکارېدو شول، د دې سيمې ډېرو خلکو هيله دا وه، دا به يې د کړاو روښانولو کې مرسته وکړي.

خو اوس د بنکسي يوه مشهوره هنری ټوټه ورکه شوې، او هغه فلسطينی سړی چې دروازه يې پرې کاږل شوې وه، بي بي سي ته ويلي دی په يوازې، ۲۰۰ ډالرو د دغه هنری کار پلور کې تېر ايستل شوی، چې ارزښت يې سلګونه زره ډالره اټکل شوی و.