په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا غواړي کیوبا د ترهګرۍ ملاتړو نوملړه وباسي

ولسمشر اوباما او د كيوبا مشر راول كاسټـرو د امريکا دواړو وچو سرمشريزې کې ګډون لپاره پاناما ته رسېدلي، چې تمه ده دوی به په کې لومړی ځل رسمي کتنه لري.

د کيوبا او امريکا ترمنځ د لوړې کچې دې کتنې ته د د دواړو خواوو ترمنځ اړيکو د کنګل ويلي کېدو په توګه کتل کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سپارښتنه کړې، چې کيوبا دې د هغو هېوادونو له نوملړه لرې شي چې د ترهګرۍ ملاتړي بلل کېږي او له ۱۹۸۲ کاله راپه دې خوا په کې وه.

د وېنزوېلا، برازيل او ارجنټاين په ګډون به د نژدې ۴۰ هېوادونو مشران د دغې دوه ورځنۍ غونډې پرمهال سره خبرې کوي، خو دا د امريکا او کيوبا ترمنځ د بحثونو اغېز دی، چې ښايي د دواړو خواوو ترمنځ ديپلوماټيک او سوداګريز اړيکي نرم کړي.