په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند ښوونځيو ته د لا ډېرو ماشومانو جلبولو کې لوی پرمختګ کړی

د نړيوالې پوهنې په اړه د يونسکو يوه نوي راپور له مخې هند ښوونځيو ته د ماشومانو په ورجلبولو کې لوی پرمختګ کړی دی.

په ۲۰۰۰م کال کې په دغه هېواد کې ۱۹ میلیونه ماشومان له ښوونځيو بهر وو، اوس بيا دا شمېر يوازې يوه ميلیون ته رالوېدلی دی.

خو د دغه هېواد پوهنې سيستم پر وړاندې لا لويې ننګونې پاتې دي.