د هند غوره لیګ کرېکټ کې حیدراباد لوبډلې بنګلور ته ماته ورکړه

Image caption د سنرایزرز حیدراباد له خوا ډېوېډ وارنر په ۲۷ بالونو ۷۵ منډې جوړې کړې.

د هند وستان کرېکټ غوره لیګ (آي پي اېل) سږني سیالیو اتمه لوبه کې سنرايزرز حيدر اباد لوبډلې رويل چلنجرز بنګلور ته پر اتو وېکټو ستره ماته ورکړه.

پچه سنرايزرز لوبډلې وګټله او چلنجرز بنګلور ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

چلنجرز بنګلور سیالې لوبډلې ته د لسو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په پيل کې د بنګلور دوو لوبغاړو وېرات کوهلي او کرېس ګېل ملګرتيا ښه وه خو وروسته يې لوبغاړي پرله پسې ټول وسوځېدل.

په چنلجرز لوبډلې کې ای بي ډېوېلرز په ۲۸ بالونو ۴۶ منډې جوړې کړې.

دارنګه د دغې لوبډلې کپتان وېرات کوهلي هم ښه لوبه وکړه او ۴۱ منډې يې وکړې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لوبې په پيل کې د بنګلور دوو لوبغاړو وېرات کوهلي او کرېس ګېل ملګرتيا ښه وه خو وروسته يې لوبغاړي پرله پسې ټول وسوځېدل.

خو سنرايزرز حيدراباد لوبډلې دغه هدف يوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷م اوور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.

په دغه لوبډله کې ډېوېډ وارنر په ۲۷ بالونو ۵۷ منډې جوړې کړې.

دغه راز شېکر داون ۵۰ منډې وکړې چې د دغې لوبډلې له بريا سره يې ډېره مرسته وکړه.

د آی پې اېل لوبو نهمه هغه د راجستان روېلز او ممبۍ انډينز لوبډلو تر منځ په احمد اباد کې ترسره کېږي.

راجستان روېلز تر دې مخکې يوه لوبه ګټلې او ممبۍ انډينز بيا يوه سيالي بایللې ده.

د غو لوبو د هندوستان په ګډون په نړۍ کې ميلیونونه مينه وال موندلي دي او هر کال يو ځل تر سره کېږي چې د نړۍ د کرېکټ مشهور لوبغاړي په کې برخه اخلي.

ټاکل شوې دغه لوبې د مې مياشتې تر ۲۴ روانې وي او ۶۰ لوبې به په کې د اتو لوبډلو له خوا ترسره شي.

ورته مطالب