په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بامیانو غلغلې بېل رنګ

د باميانو غلغله د افغانستان يو له لرغونو اثارو او هم د نړۍ له فرهنګي ميراثونو ګڼل کېږي.

دغه ښار چې شاوخوا دوه زره کلن لرغونتوب لري، د تاريخ اوږدو بېلابېلو پړاوونو کې زيانمن شوی، او بيا يې د تېرو څو لسيزو اوږدو کې هم دروند ګوزار خوړلی دی.

له تېرو دريو کلونو يونسکو د دغه ښار په رغولو پيل کړی، او توانېدلې چې دې ښار ته يو بېل ډول رنګ ورکړي.