په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کډوالو ژوند ژغورولو لپاره پر اروپايي ټولنې فشارونه

پر اروپايي ټولنې له هغه زياتېدونکي شمېر کارګرو سره د مرستې فشار په زياتېدو دی، چې له شمالي افريقا او منځني ختيځه په تېښته له مديترانې سمندرګي د تېرېدو هڅه کوي.

په تېرو څو ورځو کې نږدې لس زره خلک له اوبو پورته شوي، او شاوخوا ۴۰۰ یې ډوب شوي دي.

بي بي سي په ليبيا کې د بنديانو يوه مرکز ته ورغلې چې وګوري، ولې دومره ډېر اروپا ته د ننوتلو په موخه خپل ژوند په خطر کې اچوي.