سوریه کې د کلورین غازو برید ویډیو د م.م کارکونکي وژړول

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سوریې حکومت وايي د ادلب ښار په دغه برید کې یې لاس نه درلود.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هغه مهال په ژړا شول چې په ظاهره ورته په شمال لوېدیځ سوریه کې د تېرې میاشتې د کلورین غازو د برید یوه ویډیو وښودل شوه.

ویډیو ښيي چې ډاکټران د دریو ماشومانو چې ټول له څلورو کلونو کم عمر لري، د ژوند ژغورولو هڅه کوي خو پای کې پاتې راځي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سمنتا پاور دغه غونډه "له احساساتو ډکه" وبلله او و یې ویل له مسولو کسانو به پوښتنه کېږي.

د سوریې حکومت وايي د ادلب ښار په دغه برید کې یې لاس نه درلود.

سوري ډاکټرانو د فعالانو مخکني راپورونه تاید کړل او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې وویل دوی په هوا کې د سرمین کلي دپاسه د چورلکو غږونه واورېدل.

دوی وروسته د یو دروند درز غږ واورېد او ورسره یو تېز بوی. له دې څو شېبې وروسته لسګونه کسان د ساه اخیستلو ستونزې له کبله ځايي روغتون ته راغلل.

ویډیو ښيي چې ډاکټران د یو، دوه او دریو کلونو په عمر د ماشومانو، د هغوی د انا او والدینو د ژغورولو سختې هڅې کوي.

د سوري امریکايي روغتیايي ټولنې مشر زاهر سحلول چې دغه غونډه کې یې ګډون درلود بي بي سي ته وویل د ملګرو ملتونو استازي د ویډیو له لیدو وروسته له روحي پلوه ناارامه شول.

نوموړي وویل: "ځینو یې ژړل. څرګنده ده چې پر دوی یې ډېر اغېز کړی و. ډېرو له سیاسي چوکاټه بهر خبرې کولې او ویل یې چې دا د نه منلو وړ نه ده او دا چې مسول کسان باید محاکمه شي".

"ډېرو دا هم ویل چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان باید په دې اړه چټکې او جدي پلټنې وکړي".

سمنتا پاور هم خبریالانو ته وویل: "ما د غونډې په خونه کې یوه داسې سترګه هم و نه لیده چې لمده نه وه".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امریکا او د امنیت شورا نورو غړو پخوا هم د بشار الاسد رژیم د کیمیاوي وسلو پر بریدونو تورن کړی دی.

نوموړې وویل د پلټنو په موخه اسناد را ټولوي. "عدالت ښايي وخت ونیسي خو دغه مستند فلم به یو مهال په محکمه کې وړانډې شي".

امریکا او د امنیت شورا نورو غړو پخوا هم د بشار الاسد رژیم د کیمیاوي وسلو پر بریدونو تورن کړی دی.

دوی وايي په روانه جګړه کې یوازي سوري پوځ چورلکي لري چې د سرمین په کلي کې یې غږونه واورېدل شول او ورسره د کیمیاوي بریدونه شواهد هم لاسته راغلل.

خو روسیه چې د سوریې متحد دی او ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د (نه) ویلو حق لري، تل ویلي چې پر دمشق د شوو تورونو شواهد نا کافي دي.

ورته مطالب