په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جنوبي افریقا کې د بهرنیانو پر کاروبارونو بریدونه زیات شوي

جنوبي افريقا کې له کلکو امنيتي تدبيرونو سره سره، د بهرنيانو پر کاروبارونو لا نور بريدونه شوي دي.

پوليسو د جوهانسبورګ ختيځ کې د يوې ډلې خلکو تيتولو لپاره ربړي ګولۍ او اوښکې بهوونکی غاز کارولی دی.

دوی د کډوالو پر يوې ډلې، چې په خپله وينا د ځاني دفاع لپاره په ساتولونو سمبال وو، د ټکان ورکولو بمونه غورځولي دي.

دغه تاوتريخوالی د بهرنيانو ضد تازه پېښو له لړۍ وروسته کېږي، چې لږترلږه پنځه کسان په کې وژل شوي وو.