په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مېلیون جام کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

په کابل کې د میلیون جام، په نامه کرېکېټ سیالۍ، چې تېره جمعه د وری پر ۲۱ بيل شوې وې، نن ( اپرېل ۱۷مه) پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې اته لوبډلو ګډون کړی و او تر ډېره يې مالي ملاتړ د سوداګریزو ادارو له لوري کېده، يو داسې څه چې په افغانستان کې پخوا دومره دود نه و.

د کابل له کرېکټ لوبغالي دغه لوبې ځینو سیمه یزو تلویزونونو په ژوندۍ بڼه خپرولې او هره ورځ یې زرګونه خلک ننداري ته ورتلل.