په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خټک: د اقتصادي دهلیز نوې نقشه پښتونخوا بې برخې کوي

ویل کېږي چې دکاشغر ګوادر بندر ته تلونکې لار د خبیر پښتونخوا او بلوچستان له لارې تېره شوې وای خو په دې وروستیو کې پرېکړه شوې چې د پنجاب له لارې به تېريږي.

بي بي سي سره په خبرو کې د عوامي ملي ګوند یو مشر افرسیاب خټګ وویل که حکومت د چین او پاکستان ترمنځ دغه نوې لاره د نوې نقشې له مخې جوړه کړې نو د پښتونخوا او بلوچستان ګڼې سیمې به د دغې سترې پروژې له اقتصادي ګټو بې برخې شي.