په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مدېترانې کې د کډوالو د ډوبېدو اغېز

اروپايي مشران نن په برسلز کې سره غونډېږي چې د کډوالو پر ډېرېدونکې ستونزې او مرګژوبلې وغږېږي.

دوی به په مدیترانې سمندرګي کې د انساني قاچاقیانو پر ضد د عملیاتو شونتیا باندې هم را تم شي.

د ایټالیا لومړی وزیر متیو رېنزي یو له هغو کسانو دی چې د دې ستونزې د گډ حل موندلو لپاره پر اروپايي ټولنې غږ کوي.

خو ایټالیا ته د دومره ډېرو کډوالو رسېدل پر دغه هېواد څه اغېز کوي؟ ځواب یې په دې رپوټ کې وګورئ.