په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسلامي دولت نومې ډله پيسې له کومه کوي؟

دا نږدې ناشونې برېښي چې د خپلې بڼې اسلامي دولت مشرتابه دننه جوړښت په اړه معلومات ترلاسه شي، خو د دې ډلې تر ټولو جګپوړی مشر چې ژوندی نيول شوی، له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کړې ده.

داعش تېر نږدې وخت د عراق شمال کې يو لړ ماتې خوړلې، خو ابو حجار چې د دې ډلې مالي چارې يې اداره کولې، د بي بي سي پيټر ټېلر ته ويلي، چې اسلامي دولت ډله خورا ډېرې پيسې لري.