په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ترکیې په ګلیپولي کې د لومړۍ نړیوالې جګړې بدنومی جنګ

د هغو نومونو ترمنځ چې د لومړۍ نړيوالې جګړې له وحشتونو په ميراث پاتې شوې خبره ده، ډېر کم يې له ګاليپولي سره سيالي کولی شي.

پوره سل کاله مخکې د اپرېل پر ۲۵مه، د بريتانيا امپراتورۍ ځواکونه د ترکيې پر ګاليپولي ټاپو ښکته شول.

بيا په ورپسې د اوږدو مورچلو په يوې بې ګټې جګړه کې څه د پاسه سل زره کسان ووژل شول.

يوه پېړۍ وروسته يې هم ميراث لا ژوندی دی، په تېره بيا په ترکيه کې.