په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د وزیرستان کډوال اوسني حالت کې نشي ستنېدای

په پېښور او شاوخوا سيمو کې د وزيرستان بې ځايه شوي کډوال وايي د بيرته ستنېدا لپاره يې بايد کار وشي. د دوى په مېنو کې لا هم پوځي عمليات ختم شوي نه دي. د پاکستاني پوځ د عملياتو له امله په سلگونو زره وزيرستانيان د پښتونخوا نورو سيمو او د ډيورنډ پولې پورې غاړې خوست او پکتيکا ولايتونو ته اوښتي دي. په پېښور کې ځايي خبرياله لايبه يوسفزۍ د وزيرستان کډوالو سره غږېدلې ده.