په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بنګله دیش او میانمار د سلګونو کډوالو کښتۍ بېرته ګرځول شوې

د اندونيزيا سمندري ځواکونو يوه کښتۍ بېرته ګرځولې چې له بنګله دېش او میانماره په کې سلګونه کډوال سپاره وو‎.

ډېری دغه کډوال روهينجا مسلمانان وو.

باور دی چې زرګونه به یې د تايلند سمندرغاړي سره نږدې اوبو کې له خلکو ډکو کښتيو کې بند وي.