په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بروندي په پلازمېنې کې جګړه روانه ده

د بروندي پلازمېنه کې د سرتېرو سیالې ډلې سره په جګړه دي. دغلته د ولسمشر پییر انکو رنزایزا د را پر ځولو لپاره د کودتا یوه هڅه وشوه. باور دی، ښاغلی انکو رنزایزا په تانزانیا کې ایسار وي. دی هلته یوې غونډې ته تللی و. لږه شېبه وړاندې یې پر ټوېټر پاڼې یو پیغام خپور شو او پر خلکو د ارامۍ غږ کوي ټینګار هم کوي چې په بروندي کې حالت تر کنټرول لاندې دی.