په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

برید د کابل پر یوه میلمستون ۱۴ کسان ووژل

د کابل په يوه مېلمستون د تېرې شپې د شوي بريد د قربانيانو وروستۍ شمېره ښيي چې د شپږو بهرنيانو په گډون ټول ١٤ کسان په کې وژل شوي دي. په وژل شويو کې څلور هنديان، يو امريکايي او يو ايټاليايي دى. د پېښې ټول قربانيان ملکي وگړي دي چې د موسيقۍ يوه کانسرت ته ناست ول. د بريد پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى.ملگرو ملتونو ويلي د طالبانو هغه ادعا چې ملکي وگړي نه وژني له دې ډول بريدونو سره بې مانا ښکاري.