په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسلامي دولت نومې اورپکه ډله د عراق راتلونکې ته لوی ګواښ

یوه لوړپوړي سیاستوال خبرداری ورکړی چې که د عراق حکومت ونشي کولی د اسلامي دولت نومې ډله له منځه یوسي نو دغه هېواد به په څو خپلواکو سیمو ووېشل شي.

د عراق د شیعه ګانو ایتلاف یوه استازي عباس بیاتي بي بي سي ته ويلي چې د دې وېش له امله به عراقیان بیخي ترهګرو ډلو ته پاتې شي.

په دې رپوټ کې عراقي حکومت ته پرتې وروستۍ سټراټیژیکې ستونزې څېړل شوې دي.