په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د میانمار کډوال په سمندر کې ایسار پاتې دي

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که په سوېل ختیځه اسیا کې د کډوالو ډېرېدونکی کړکېچ و نه درول شي نو بشري ناورین به رامنځ ته شي.

باور دی، شاوخوا ۸۰ زره کډوال چې بنګله دېش او میانمر کې له ځورولو په تېښته دي، اوس د بنګال په خلیج او اندمان سمندر کې ایسار دي ځکه مالیزیا، اندونیزیا او تایلند یې له منلو ډډه کړې ده.