په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عراق د رمادي ښار بيا نيولو هڅه پيل کړه

په عراق کې هغو شیعه ملېشو ته چې ایران یې ملاتړ کوي ویل شوي چې د رمادي ښار بېرته له اسلامي دولته ونیسي.

د اسلامي دولت له لوري د دې ښار له لاسه ورکول عراقي حکومت ته یو لوی ګوزار و. دا ډله اوس له پلازمېنې بغداده مازې ۱۰۰ کیلو متره لرې ده. په همدې ترڅ کې د ایران د دفاع وزیر بغداد ته په یوه پلان شوي سفر تللی دی.