په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فرخندې قضيه کې محکمې ١١ پوليس په قيد محکوم کړل

په افغانستان کې يوې محکمې ١١ پوليس د مارچ په مياشت کې د خلکو له خوا د يوې ښځې د وژلو په چاره کې د بې غورۍ له امله په يو کلن قيد محکوم کړي دي.

مېرمن فرخنده په درواغو تورنه شوې وه چې گواکې قران شريف يې سوځولى و.

ځينو نيوکه کړې چې د کابل پوليسو مشر بايد محکوم شوى واى.

په دې قضيې چې ډېر غبرگونونه يې وپارول وار دمخه څلور کسه د اعدام په سزا هم محکوم شوي دي.

زموږ همکار سيد عبدالله نظامي وروستي جزييات او غبرگونونه لري.