په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې په نشو د روږدو شمېره يو په دوه ډېره شوې ده

په افغانستان کې روغتیايي چارواکي وايي دغلته په نشه د روږدو کسان شمېر يو په دوه ډېر شوی.

اوس درې میلیونه افغانان په نشو روږدي دي.

افغانستان کې تر بل هر هېواد ډېر کوکنار کرل کېږي او د ډېرو گومان دا دى چې خپله افغانان به په نشه يي توکو نه روږدي کېږي.

خو لکه څنگه چې زموږ خبريال سیدعبدالله نظامي وايي اوس په ډاګه د کابل په پارکونو کې لسګونه هېروين څکونکي لیدل کېږي.