په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پښتونخوا پښتو سندرې او فلمونه له پښتني کلتوره څومره لرې دي

په پښتونخوا کې له پاکستاني حکومته د پښتو فلمونو او ډرامو د معيار پورته کولو غوښتنه شوې ده.

ځينې مينه وال يې وايي دا فلمونه او په سي ډي گانو کې ثبت شوې سندرې له پښتني کلتوره ليرې دي.

په لاهور کې په جوړو شويو پښتو فلمونو له ډېره وخته نيوکې کېږي خو جوړونکي يې وايي چې بازار او مينه والو ته په پام يې جوړوي.

زموږ همکار رحمان الله له پېښوره پرې رپوټ لري.