په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طالبانو پخوانی قوماندان سيد اکبر اغا وايي موخه يې د سولې ټينګښت دی

د طالبانو یو پخوانی چارواکي وایي افغانان به تر دې وروسته د هېواد د ستونزو په اړه غلي پاتې نه شي. د طالبانو پخواني قوماندان سیداکبر اغا چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان د ژغورنې ټولنه جوړه کړې وایي، موخه یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت دی. سپين تڼي ترې پوښتلي ولې ډاډه دی چې هلې ځلې به یې بریالۍ شي؟