په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندوزیان د عدالت لپاره چا ته مخه کوي؟

د افغانستان شمال ختیځ کندز کې ځينې وايي د محکمو ناانصافیو اړ کړي چې د طالبانو صحرايي محکمو ته مخه کړي.

ځينې نور بيا خپلې پرېکړې داسې قاضیانو ته سپاري، چې ځای او پته یې نه وي.

زموږ همکار سید انور چې کندز ته ورغلی ځايي خلک يي د ځواب په لټه پوښتلي او وايي داسې ښکاري په قضايي ادارو کې د یو څه سمون څرک،خلک راتلونکي ته هیلمن کړي دي.