په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له سګرېټو خالي بېجینګ

چين په ۳۰۰ ميليون څکوونکو، په نړۍ کې د سګرېت څکوونې تر ټولو لوړه کچه لري.

خو سر له ننه په پلازمېنه بېجينګ کې پر خلکو بنديز دی چې په عامه ځايونو کې سګرېټ ولګوي.

که څوک له دې قانونه سرغړونه وکړي، تر دوو سوو يونو يا۳۰ ډالرو پورې جريمه کېدی شي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې د چين پلازمېنه په کې له دې عادته د خلکو مخ اړولو هڅه کوي.