په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا له خپلو هېوادوالو نور ټليفوني معلومات نه شي غونډولی

د امریکا د پټرياټېک اکټ يا وطنپالي قانون موده يې نه ده غځول شوې.

دا پر دې معنا ده چې د دغه هېواد د جاسوسۍ او استخباراتي ادارو د اوس لپاره د څار مهم واک له لاسه ورکړی دی.

په داسې حال کې چې نوی قانون به ژر د قانون جوړوونکو د قلمونو له نوکو تېرېږي، دا د جمهوريت غوښتونکي سناتور رنډ پاول لپاره يو بری دی، چې د حکومت له لوري د معلوماتو غونډلو مبارزې په مخکينۍ ليکه کې وو.